هلمند؛ ملي افغان لوبډلې د خانشين ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي خپله کړه.

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۳۸
هلمند؛ ملي افغان لوبډلې د خانشين ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي خپله کړه.

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په شيباري حوزه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو سالم مصروفیت په موخه د فوټبال سيالۍ د ملي افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ملي افغان او مينوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې ملي افغان لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۴/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو دوې اوونۍ دوام وکړ

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS