هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۱۶
هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د حاجي سلطان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د حاجي سلطان او خادم اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه خادم اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې حاجي سلطان لوبډلې ياد هدف په ۸م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۸ ویکټو په توپير وگټله.

دا سيالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت په موخه وشوې او ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۲۱
Background image

د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رییس د روسیې د پاراالمپیک فدراسیون له رییس سره وکتل

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومی رییس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي د روسیې د پاراالمپیک کمېټې له رئیس پاول الکسیویچ روژکوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د پارا المپیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۵
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جام او جشنواره کې سیرالیون ته ماته ورکړه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړۍ وال فدراسیون له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنواره کې خپله لومړۍ لوبه له سیرالیون هیواد څخه د ۱ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.

په. . .

BACK TO NEWS