هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۳۴
هلمند؛ ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شفق ورونو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شفق ورونو او فیض روحاني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه فیض روحاني لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۲ مندو هدف وټاکه. شفق ورونو لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په وروستي اور کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکول وسره بشپړ کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.

د سیالۍ په پای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۵۶
Background image

کاپیسا کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قا.ري نجات فاروقي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د خزاني جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۵۴
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ په بغل کنډو سیمه کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې، چې. . .

BACK TO NEWS