هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شبنم ازاد اتلان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شبنم ازاد اتلان لوبډلې د ۲/۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې منتظر ځواک لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.