هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شبنم آزاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې شبنم آزاد لوبډلې د ٣ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې منګل زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.
