هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په لښکرگاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ د نويو يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د نويو يارانو او برومند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې نويو يارانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
ياده دې وي، چې دغو سياليو شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړ.