هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند په بولان سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د ميوند او الماس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ميوند لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۰۲ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې الماس لوبډلې ياد هدف پوره نشوی کړی او په لسو منډو يې ماتې وخوړه.
