هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ «ب» لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوتبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل په لوبه کې شاهين لوبډلې خپلې سيالې جمشید لوبډلې ته د ۴_۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د یادو سياليو موخه د نادعلي ولسوالۍ په کچه د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو موندل دي.
بايد يادونه وشي چې د يادو سياليو لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او يوه مياشت به دوام وکړي.