هلمند؛ په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې ګروپي سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د کاريز زمريانو او کينجاک زلميانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه کاريز زمريانو لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۶ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې کينجاک لوبډلې ياد هدف د پنځو ويکټو په زيان پوره کړ او په پنځو ويکټو يې بريا خپله کړه.
