هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۴:۵۶
هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري او د مفتي يحيي خان په مالي ملاتړ د ياد ولايت د ګرمسير ولسوالۍ په نورعلي نوروزي لوبغالي کې د نهو لوبډلو ترمنځ د فوتسال ګروپي سيالۍ د مرکزي لېسې لوبډلې په بريا سره پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې مرکزي لېسې لوبډلې خپلې سیالې هلمند يارانو لوبډلې ته د ۱۰/۰ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او بريايې وګټله.

د يادو سياليو موخه راتلونکو سياليو ته د ورزشکارانو چمتو والي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS