هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د کیک بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د اتفاق په نوم د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په نادري کلپ کې د ځوانانو او نویو ځوانانو په کټګوري کې د یوې ورځې لپاره ترسذه شوې، چې په پایله کې یې شمس الله لومړی، محمد علي دویم او صدیق الله درېیم مقام ترلاسه کړ.