هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په هزارجفت فوټبال حوزه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د یادې ولسوالۍ لسو لوبډلو( قریشي، سرحدي اتلان، هزارجفت مرکزي، نوي ځوانان، عمرزي، نوي اتلان، شهید اجمل، خراسان، شملان، او هزار جفت ځوانان) لوبډلو ګډوی کړی دی.
د یادو سیالیو د پیل لوبه د عمرزیو او قریشي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې صفر د صفر پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.