هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرمسېر ولسوالۍ بست لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د فوټبال ناک اوټ سيالۍ د يولس اتلانو لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د يولس اتلانو او امير بلند اغا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې يولس اتلانو لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه اوونۍ دوام وکړي.