هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۶:۴۰
هلمند؛ په گرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د لکړۍ ځوانانو د يووالي په نوم د فوټبال گروپي سيالۍ د الهلال لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې الهلال لوبډلې خپلې سيالې اوربل لوبډلې ته د ۰/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۱۰:۰
Background image

کابل؛ د دانالاک ستر پهلوان د لومړي پړاو سياليو خبري کنفرانس ترسره شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د پهلوانۍ ملي فدراسیون په همکارۍ او د دانالاک خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د دانالاک ستر پهلوان لومړي پړاو سياليو د لوبغاړو وزن کول او خبري. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والبیال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار حبیب کلا سیمه کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱۵ - ۹:۵۷
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS