هلمند؛ ځوانانو لوبډلې د "رڼا گروپ" فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۱:۲۸
هلمند؛ ځوانانو لوبډلې د "رڼا گروپ" فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند د بدني روزنې او سپورټ آمريت له خوا او د فوټبال فدراسيون د نماينده ګۍ په لارښوونې او همکارۍ د رڼا گروپ په نوم د فوټبال سيالۍ، چې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ يوه مياشت مخکې د گرشک ولسوالۍ په ابوالفتح بوستي عالي لېسې کې پېل شوې وې، تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ځوانانو او شمشاد فوټبال لوبډلو تر منځ تر سره شوه، چې پۀ ټاکلو شويو قانوني دقیقو کې سيالي ۱/۱ مساوي شوه، چې سيالۍ دويم پړاو ته ولاړه، په پنالټيانو کې ځوانانو لوبډلې ۳/۱ گلونو په توپير سره شمشاد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یاد سیالیو اتلولي خپله کړه.

د سياليو غوره گول وهونکی او لوبغاړی میرویس وټاکل شو، چې نوموړي په ياد جام کې څلور گلونه ووهل، د دې تر څنگ غوره گول ساتونکی محمد مسعود ياد شو.

د سيالۍ پایلوبې ته، د يادې ولسوالۍ دولتي مسؤلين، قومي مشران او گڼ شمېر ځوانان راغلي وو، چې په پای کې غوره لوبغاړو ته فردي جوايز ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS