هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۸ C لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۸ C لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې شېراز لوبډلې د ۵ پر یو ګولونو په توپیر خپلې سیالې وطن پیکان لوبډلې ته ماتې ورکړه او دسیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه پیل شوي دي، چې ۴۰ ورځې به دوام وکړي.
