هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې ګرشک ځوانانو لوبډلې له خپل ۱۴۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۱ منډو په توپیر یې خپلې سیالې ګرشک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۸:۳۰
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۸:۲۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۸:۲۴
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۴۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ۴۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پای. . .

BACK TO NEWS