هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شپږ ب لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د شاهین افغان او خاد افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې شاهین افغان لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ او په پای کې صدیق الله د غوره لوبغاړي، حبیب الله د غوره ګول وهونکي او محمد غني د غوره ګول ساتونکي ډالۍ ترلاسه کړې.