هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال مسؤولانو او لوبغاړو ته د لوبڅارۍ سیمینار ورکړل شو
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت د فني او مسلکي او د ولسوالیو ورزشي مدیریت له لوري په ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال ۲۵ تنو مسؤولانو او لوبغاړو ته د لوبڅارۍ یو ورځینی عملي سیمینار ورکړل شو.
د دغه سیمینار د مسؤولانو په خبره، په یاده ولسوالۍ کې فوټبال، والیبال او نور ورزشونه مخ پر ودې روان دی، خو د فوټبال له قوانینو څخه د لوبڅارانو او لوبغاړو ناخبري ځینې وخت په لوبو کې د ستونزې د را پیدا کېدو سبب کېدې، چې له دې سیمینار وروسته به حل شي. د هلمند د بدني روزنې او ورزش آمریت مسئولانو ګرمسېر ولسوالۍ ته په دغه سفر کې د ګرمسېر ولسوالۍ له ځینو ورزشي لوبغالو څخه هم لیدنه وکړه او د شته ستونزو او راتلونکو پلانوړو په اړه یې خبرې وکړې.
