هلمند ؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملی فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګرمسير ولسوالۍ د لکړۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د پامير اتلان لوبډلې خپلې سيالې خپلواک ياران لوبډلې ته د ۲/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريايې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.