هلمند کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ گروپي سيالۍ ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د نادعلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د نوزاد او نادعلي لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې نادعلي لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې نوزاد لوبډلې يواځې ۹۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۴۸ منډو په توپير وبايلله.