هلمند کې د نهو ولايتونو ترمنځ د غېږنیونې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱:۱۸
هلمند کې د نهو ولايتونو ترمنځ د غېږنیونې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون په همکارۍ او د TLO مؤسیسې په مالي ملاتړ د مرکز لښکرگاه ښار په لوبغالي کې د نهو ولايتونو د لسو لوبډلو ترمنځ د سويل لوېديځ زون لوبډلې ته د غوره غېږنیونکو ټاکلو په موخه د بست په نوم د غېږنیونې سيالۍ پيل شوې.

په يادو سياليو کې له کندهار، زابل، هرات، بادغيس، ارزگان، فراه، نيمروز، غور او هلمند الف او ب لوبډلو څخه ۱۰۰ تنو غېږنیونکو په " ۶۰، ۶۵، ۷۰، ۷۵، ۸۰، ۸۵، ۹۰، ۹۵، ۱۰۰، او ۱۰۰ + " وزني کټگوريو کې گډون کړی، چې په پايله کې به له هر وزن څخه څلور تنه غېږنیونکي د سويل لويديځ زون لوبډلې ته وټاکل شي.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ په کمربندي سبک کې ترسره کېږي او دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS