هلمند کې د ۱۲ ولسواليو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرشک ولسوالۍ په ابوالفت.ح بُستې لېسه کې د ۱۲ ولسواليو ترمنځ د "يو موټي هلمند" په نوم د فوټبال گروپي سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو کې پر هلمند ولسواليو سربيره له کندهار او نيمروز ولايتونو څخه د ميوند او دلارام ولسواليو لوبډلو هم گډون کړی، چې لومړۍ لوبه يې د گرمسېر او گرشک لوبډلو ترمنځ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا درې اوونۍ دوام وکړي.
