پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۲:۴۱
پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د نېکمرغه لوی اختر لمانځلو په موخه د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ په پایلوبه کې د بيغمک ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې امان خواجه لوبډلې ته د ۲/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د نېکمرغه لوی اختر لمانځل او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې په پای کې د پروان ولایت ورزشۍ امریت له لهش لوري غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۷
Background image

کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د زورخانه‌يې ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولايت څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يې ورزشونو د لرغونې پهلوانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۴
Background image

کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل د شمال او مرکز زونونو د ۸۷ کلبونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د فټنيس ۷م پړاو خزانې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۴:۲۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS