پروان؛ مرکز چاريکار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز چاريکار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ليګ په ډول ترسره شوې، چې په پايله کې نعمان رح لوبډلې لومړی او عقابان پروان لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل و.
