پروان؛ مرکز چاریکار ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
پروان؛ مرکز چاریکار ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز چاریکار ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د معرفت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ په امتیازي ډول ترسره شوې، چې په پایله کې یې معرفت لوبډلې د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو لومړی او (نمبر یک) جمنازیوم دویم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د روژې مبارکې میاشتې د ښه راغلاست په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته بېلابېلې ډالۍ ورکول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS