پروان؛ کوه صافي ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې حکمت الله لومړی، عزت الله دویم او نور الله درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د پروان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
