پلازمېنې کابل کې په ولایتونو کې د ورزش د ودې مدیریتي سیمنار دوام

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۲:۲۴
پلازمېنې کابل کې په ولایتونو کې د ورزش د ودې مدیریتي سیمنار دوام

په پلازمېنې کابل کې « ولایتونو کې د ورزش د ودې مدیریتي سيمنار» ترعنوان لاندې شپږ ورځنی سیمنار چې د هېواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست په نوښت پیل شوی دویمه ورځ يې هم پیل شوه.

 

پلازمېنې کابل کې په ولایتونو کې د ورزش د ودې مدیریتي سیمنار دوام                           

دې سیمنار کې چې د هېواد ۳۴ ولایتونو ورزشي آمرینو او مدیرانو ګډون کړی په ولایتونو کې د اړونده ستونزو د حل په موخه پیل او ګډونوالو ته په عملي او نظري توګه مالومات وړاندې کیږي.

پلازمېنې کابل کې په ولایتونو کې د ورزش د ودې مدیریتي سیمنار دوام                          

د یاد سیمنار په دویمه ورځ د مالي او حساب ورکونې، تدارکات او املاکو آمریتونو د مسوولینو له خوا د سیمنار ګډنوالو ته لکچرنوټونه وړاندې شول، په پام کې ده چې د ورځې په جریان کې به د بشري سرچینو امریت هم خپل مالومات او لکچرنوټونه له ګډونوالو سره شریک کړي.

باید وویل شي چې د ګډونوالو پوښتونو ته د اړونده مسوولینو له خوا ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

کندز؛ دوراهي آمو لوبډلې د فوټبال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ د دوراهي آمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالی کی دلوړی شینکۍ او ښکته شینکۍ د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS