پنجشېر؛ بريال خوست او صرافان هرات لوبډلو د فوټبال "اخوت جام" سياليو له A ګروپ څخه نيمه پايلوبې ته لار ومونده

د پنجشېر ولایت په کوربتوب د فوټبال "اخوت جام" سياليو پر دوام نن سه شنبه د زمري په ٢٤مه نېټه له A ګروپ څخه بريال خوست د اووه امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړى او صرافان هرات د شپږ امتیازونو په درلودلو سره دويم مقام خپل کړ او په دې سره يې د روانو سياليو نيمه پايلوبې ته لار وموندله.
په دغو سياليو کې له A ګروپ څخه متحد افغان کابل د درېيو امتيازونو په ګټلو سره درېيم او اتحاد پنجشېر د يو امتياز په خپلولو سره څلورم ځاى خپل کړ.
د نن ورځې په سيالۍ کې د هرات صرافان لوبدلې د متحد افغان کابل لوبډلې ته د ٢-٠ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره يې خپل امتيازونه شپږو ته پورته کړل.
د دې جام سياليو پر دوام به سبا چهارشنبه د زمري په ٢٥مه نېټه هم دوې لوبې وشي. په لومړۍ لوبه کې به د اتحاد پروان او اتفاق بلخ لوبډلې سره مخ شي او په دويمه لوبه کې به د اميد غزنه او اتفاق خانزاده کندهار لوبډلې د لوبې ډکر ته ښکته شي.