په‌ خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۹:۲۵
په‌ خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د مرکز لکڼو ځوانانو له لوري د کندهار، پکتیا او خوست ولایت د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال اختریز جام سیالۍ پیل شوې.

د اختریز جام په دغو سیالیو کې د کندهار فوټبال کلب، پکتیا اتفاق، خوست نبي او خوست لکڼ سنګر رئیس لوبډلې ګډون لري او لوبېږي.

په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د بدني روزنې او فوټبال فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د خوست ولايت ورزشي مسوولينو، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړی و.

د دغو سياليو د پیل لوبه د کندهار کلب او خوست نبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې خوست نبي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي او د لوبې په لومړيو مراسمو کې د کمېټې له مسوولينو سره، د هيواد د ورزش ادارې د فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران له لوري ۱۰۰۰۰ لس زره افغانۍ همکاري هم وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۱
Background image

بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې يوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په نغمه بازار سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې، چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۳۹
Background image

ننگرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د شېرزاد ولسوالۍ په گندمک سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS