په استراليا کې د افغان مهاجرينو فوټبال منتخبه لوبډله د دوستانه سياليو په موخه کابل ته راورسېده

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۹:۱۵
په استراليا کې د افغان مهاجرينو فوټبال منتخبه لوبډله د دوستانه سياليو په موخه کابل ته راورسېده

د افغانستان فوتبال فدراسيون سره په همغږۍ، په استراليا کې د افغان مهاجرينو فوټبال منتخبه لوبډله، په دوستانه سياليو کې د ګډون په موخه کابل ته راورسېده.

ياده لوبډله به د کابل فوټبال ۱۹ کلنو، ۲۰ کلنو منتخبو لوبډلو او له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې سره درې دوستانه سيالۍ وکړي.

د يادو سياليو لړۍ به د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۷مه پيل شي او د مې پر لومړۍ نېټه به پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۰
Background image

کابل؛ پغمان ولسوالۍ کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ګلف ملي فدراسیون له لوري د پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د ګلف ملي ټاکنیزو سیالیو لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د بامیان مرکز کې د غرختنې لوبډله د بابا غره ته وختله

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د غرختنې څلور کسيزه لوبډله د بابا غرونو ته وختله.

ياده لوبډله د بابا غرونو ۵۱۴۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۳۵
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د تیږې اچولو سیمه ییزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د لویانو. . .

BACK TO NEWS