په بامیانو کې د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي د مزاري VIP لوبډلې خپله کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۰:۱۵
په بامیانو کې د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي د مزاري VIP لوبډلې خپله کړه

د بامیانو ولایت د فوټسال رمضان جام سیالۍ د روژې میاشتې په ۱۶مه د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې شوې، چې نن ورځ د بامیانو په نوي جمنازیوم کې د مزاري VIP لوبډلې په اتلوۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبې ته د مزاري VIP او المهدي لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې مزاري VIP لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې فرهاد د المهدي لوبډلې د غوره ګول وهونکي، مهدي د مزاري VIP لوبډلې د غوره ګول ساتونکي او محمد له المهدي لوبډلې څخه د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شول.

دغه سیالۍ د فوټسال سیالیو د ودې او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS