په بدخشان ولایت کې د وزلوبې دويم پړاو خزاني ټورنمنټ ترسره شو
د بدخشان ولایت د وزلوبې فدراسیون د ارګو، بهارک، راغ، کشم او يفتل ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ په ارګو ولسوالۍ کې د وزلوبې سيالۍ ترسره کړې. د دې سياليو موخه وزلوبې ته د ځوانانو او پهلوانانو هڅول دي.
په پاى کې درې اخر او د اتلولي يو اخر د وزلوبې فدراسیون مسوولينو له لوري اعلان شول، چې لومړى اخر پهلوان عتیق مختار خط ته ورسوله، دويم اخر پهلوان وارث حلال دايرې ته ورسوله، درېيم اخر هم عتيق مختار خط ته ورسوله او همداراز د اتلولى اخر پهلوان عبدالبصیر بابا عاشورا خط ته ورسوله او په نغدې جايزې تشویق شو.
