په بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ پر دوام يوه لوبه وشوه
په بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ پر دوام تېره ورځ د " سمنت غوری او جوانان میهن" لوبډلو ترمنځ سیالۍ وشوه چې د " ۱ - ۱" پايلې سره په مساوي توګه پاى ته ورسېده.
د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې درې اونۍ وړاندې د مرکزي بغلان او پلخمري په ورزشي لوبغالو کې پیل شوي لاهم دوام لري.
