په بلخ کې د فوټبال غوره لیګ پر دوام یوه بله لوبه وشوه
د بلخ ولایت د غوره لیګ پر دوام تېره ورځ د اردو او پامیر لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه.
په دې سیالۍ کې پامیر لوبډلې خپلې سیالې اردو لوبډلې ته د ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه.
یاده دې وي، چې په دې غوره لیګ کې تر اوسه پورې ۵۳ لوبې شوي، چې لا هم دوام لري.
