په جوزجان ولایت کې د رستمي د غیږ نیونې اونیزې سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۵:۲
په جوزجان ولایت کې د رستمي د غیږ نیونې اونیزې سیالۍ ترسره شوې

د محلي غیږ نیونې سیمه سیالۍ په شبرغان ښار کې د ورزش د مسوولینو، ورزشکارانو په شتون کې ترسره شوې.

په دې سيالۍ کې څه دپاسه دوه زره نندارچيانو ګډون کړى و او د ١٢ ورزشي کلپونو ۲۰۰ ورزشکارانو له يو بل سره سيالي وکړه.

د غیږ نیونې فدراسیون مسوول محمد طاهر نظري وویل، د دغو سیالیو له ترسره کېدو یې موخه د ورزشکارانو وده او د محلي لوبو ژوندي ساتل دي.

د يادونې وړ ده، چې د رستمي غېږه په جوزجان ولايت کې يوه له مشهورو لوبو څخه ده، چې هره اوونۍ په دغه ولايت کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS