په جوزجان کې د فوټبال ۱۲ کلنو سیالۍ د جوانان همبستګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون استازولۍ له لوري د دې ولایت د ورزش امریت په ورزشي جمنازیوم کې د فوټبال ۱۲ کلنو اته لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې څه موده وړاندې پيل شوې وې تېره ورځ د جوانان همبستګي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې جوانان همبستګي، اریانا هزار فامیلي، برلاس کلب، سیمرغ البرز، میوند کلب، برقي وطن، مشعل کلب او سادات فیضي لوبډلو برخه لرله، چې ۱۵ ورځې د یو بل پر وړاندې ولوبېدلې.
د دې سیالیو په پایلوبه کې د جوانان همبستګي لوبډلې د سیمرغ البرز لوبډلې د ۳-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې پړاو د فوټبال سیالیو اتلولي یې ترلاسه کړله.
د دې سیالیو موخه د فوټبال وده، پراختیا او د فوټبال ورزش ته د نويو ځوانانو هڅول دي.
