په خدیم اف سي لوبډلې شپږ کاله لوبيز بندیز ولګېده

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۲۵
په خدیم اف سي لوبډلې شپږ کاله لوبيز بندیز ولګېده

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې اعلامې په خپرولو سره د سرپل ولایت اړوند خدیم اف سي لوبډلې باندې د افغانستان اتلانو غوره لیګ سیالیو کې شپږ کاله لوبيز بندیز ولګوه.

د فوټبال فدراسیون په اعلامیه کې راغلي چې یادې لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالۍ چې په هرات کې ترسره شوې، په نیمايي کې پرېښودې او له سیالیو څخه یې انصراف وکړ.

د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، د فوټبال فدراسیون قضايي ډیپارټمنټ د انضباطي اصولنامې د ۹مې مادې په نظر کې نیولو سره د یادې اصولنامې د پنځمې، شپږمې، ۱۶مې او ۲۶مې مادې د هدایت مطابق د سرپل ولایت اړوند خدیم اف سي فوټبال لوبډلې باندې ۲۵۰زره افغانۍ نقدي جریمه ایښې ده او همداراز یاده لوبډله نه شي کولی، چې تر راتلونکو شپږو کالونو پورې د افغانستان اتلانو لیګ کې، درې کاله د سرپل ولایت فوټبال غوره لیګ کې او دوه کاله د همدې ولایت په الف لیګ کې ګډون وکړي.

همداراز د شوې پرېکړې پر بنسټ د یادې لوبډلې مدیر جاوېد د ټول عمر لپاره د فوټبال، فوتسال او ساحلي فوټبال په برخه کې هېڅ ډول فعالیت نه شي کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې سږکال د وزلوبې شپږم پړاو سیالیو کې هم د سرپل ولایت لوبډلې د وزلوبې فدراسیون د اصولنامې خلاف په پایلوبه کې د نه حاضرېدو له امله درې کاله د وزلوبې غوره لیګ سیالیو کې له لوبېدو څخه منع شوه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۸
Background image

د موی تای درې کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

د موی تای درې کسیزه لوبډله چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دي، د اسلامي هېوادونو د پیوستون ۶م پړاو سیالیو کې د ګدون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.

دغو ورزشکارانو ته د خدای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۱
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان. . .

BACK TO NEWS