په خوست ولایت کې د تکواندو غوراوي سیالیو پای، اته تنه ورزشکاران منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۰:۵۴
په خوست ولایت کې د تکواندو غوراوي سیالیو پای، اته تنه ورزشکاران منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول

د تکواندو دغه سیالۍ چې په حبیبي کلپ کې ترسره شوې د «۴»کلپونو «۳۰»تنه ورزشکارانو ګډون کړی و.

په یادو سیالیو کې ګډون کوونکو ورزشکارانو په اتو وزني کلاسونو کې ولوبېدل چې په پایله کې یې د هر وزني کټګورۍ د لومړي مقام ګټونکو ورزشکارانو د خوست تکواندو منتخبې لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.

د دې سیالیو له جریان څخه ورزشي مسوولینو، د تکواندو فدراسیون، ګڼ شمېر ځوانانو او د تکواندو مینه والو ننداره کوله.

ویل کیږي دغه لوبډله به د خوست ولایت تکواندو په استازیتوب په راتلونکې اونۍ کې په کابل کې په کېدونکو لوبو کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS