په خوست ولایت کې د کونګفو رشتې ۲۲ لوبغاړو ته شالبندونه وروتړل شول.
په خوست ولایت کې د کونګفو رشتې ۲۲ تنو لوبغاړو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بلابېلو خطونو شالبندونه وروتړل شول.
دغه مراسم چې د خوست ولایت د کونګفو په فدایان نومي مرکزي کلپ کې ترسره شول، د خوست د بدني روزنې د اوسنیو مسۉلینو ترڅنګ ددې ولایت یو شمېر پخوانیو ورزشي مسۉلینو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو برخه اخیستې وه.
په دې مراسمو کې څلورو ورزشکارانو ته د اووم استادۍ، څلورو ورزشکارانو ته څلورم، څلورو ورزشکارانو ته درېیم او لسو ورزشکارانو ته د اول خط، چې جمله دوه ویشت کسان کېدل شالبندونه وروتړل شول.
د شالندونو تړلو ترڅنګ د غونډې په اوږدو کې ورزشي مسۉلینو ګډونوالو ته هڅوونکې هر اړخیزې ویناوې وکړې او ددې رشتې اړوند حرکاتو نندارې وړاندې شوې.
