په خوست کې د ځوانانو د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۱:۴۸
په خوست کې د ځوانانو د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ترکۍ کلي کې د یادې ولسوالۍ د ورزشي مسوول عزت الله وقار له لوري د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته د لټکوال الف او ترکۍ چیلنجر لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې لوبه مساوي او په پینالټي کې ترکۍ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶-۵ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې دغو سیالیو یوه میاشت دوام وکړ او په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS