په خوست کې د ۱۶ (ب) ګروپ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د کلني پلان اړوند د ۱۶ (ب) ګروپ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ دوې لوبې ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې عابد تڼیوال لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه. همدارنګه په دویمه لوبه کې میخانیک لوبډلې خپلې سیالې میچن بابا لوبډلې ته د ۱-۰ ګول په توپیر ماتې ورکړه، باید یادونه وشي چې دواړې سیالۍ په لومړیو کې مساوي؛ خو په دویم ټاکلي وخت کې پایلې ته ورسرېدې.
باید یادونه وشي چې تردې مخکې د سي ګروپ سیالۍ ترسرې شوې او له بي ګروپ سیالیو وروسته به الف لوبډلې هم سیالۍ ولري.
هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ چې تېره ورځ پیل شوې ۱۴ ورځې به دوام وکړي.