په دایکندي ولایت کې د فوټسال سیالیو دوام
دا سیالۍ چې د رادیو صدای قریه په همکارۍ د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له خوا د« جام قریه» په نوم د مرکز ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې لا هم دوام لري.
د یادو سیالیو په دوام ۱۶ سیالۍ ترسره شوې چې موخه یې منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل او د ځوانانو ترمنځ یووالی دی.
باید وویل شي چې دا سیالۍ هره ورځ ترسره کیږي او تر راتلونکو څو ورځو پورې به دوام وکړي.
