په زابل کې د کیک بوکسنګ ۳۰ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ورکړل شول
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند کیک بوکسنګ فدراسیون په استازیتوب په مرکز قلات کې ۳۰ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه او سندونه ورکړل شول.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې او نمایشات ترسره شول او په پای کې وړ ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه او سندنه ورکړل شول.
