په سمنګان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سيالۍ د پيروزي لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې

د سمنګان ولایت د فوټبال غوره لیګ سيالۍ چې څه موده وړاندې د ١١ لوبډلو په ګډون پيل شوې تېره ورځ د پيروزي لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.
د پيروزي لوبډلې د دې ليګ ٢٤ امتيازونو په درلودلو سره د سمنگان ولایت د روان کال د فوټبال غوره لیګ تر ټولو غوره لوبډله شوه.
همداراز عبيد الله سمنګاني د غوره ګول وهونکي، شېر اغا غوره لوبغاړى او مير احمد احمدي د دې ليګ غوره ګول ساتونکى شو.