په سمنګان کې د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ د کیوان کیک بوکس سیالۍ ترسره شوې

په سمنګان ولايت کې د ٣٠ لوبغاړو ترمنځ د ځوانانو او لويانو په عمري ډلبندیو او بېلابېلو وزنونو کې د کيک بوکسينګ سيالۍ چې پرون پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو موخه په سمنګان ولایت کې ورزش ته د ځوانانو هڅول او دغه ورزش ته وده ورکول وو.
په پای کې د مبارزین کلب لوبغاړو لومړی، ستاره رزم کلب دویم او اعظمي کلب درېیم مقام خپل کړ.