په غزني کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال خزانۍ سیالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ د والیبال فدراسیون له لوري د غزني په مرکزي جمنازیوم کې د ۱۲ الف ګروپ لوبډلو ترمنځ د والیبال خزاني سیالۍ پيل شوې.
د دې سیالیو د پیل په لوبه کې د پلان سوم لوبډلې د ۳-۰ میدانونو په توپیر سادات پيرزاده لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یي ترلاسه کړه.
د یادولو ده چې دغه سیالۍ به ۲۵ ورځې دوام وکړي.
