په ميدان وردګ ولايت کې د فوټبال سيالۍ ترسره شوې
د فوټبال سيالۍ د ميدان وردګ ولايت په مرکز ميدان ښار کې د پامير لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ميدان وردګ ولايت د تربيت بدني او سپورټ آمريت په همکاري د فوټبال فدراسيون له خوا د ګڼو ورزشي مسولانو او نندارچيانو په شتون کې د ورزشکارانو د تشويق او بوختيا لپاره جوړې شوې وې.
په پايله کې يې پامير لوبډلې لومړی مقام او استقلال دويم مقام خپل کړ.
