په نورستان ولایت کې د غشو ویشتلو دودیزو سیالیو دوام

د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ په منده ګل کلي کې د غشو ویشتلو دودیزو سیالیو په دوام تېره ورځ یوه سیالي ترسره شوه
دغه سیالۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کامدیش ولسوالۍ په کوربتوب په لاره اچول شوې، چې په دوام یې تېره ورځ د یوش او ثمر باغ لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه او په پایله کې د یوش لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د نورستان ولایت د ورزشي مسولینو په وینا د یادو سیالیو موخه د ځایي او کلیوالي سیالیو وده ده.