په هلمند کې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

په هلمند ولایت کې د یاد ولایت فوټبال فدراسیون له لوري د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې بارک آریانا هارون پوپل لوبډلې ته ۱-۲ په توپیر ماتې ورکړه.
د یادو سیالیو پر مهال به هره ورځ یوه لوبه کېږي؛ چې راتلونکې لوبه به د اتفاق او بست لوبډلو تر منځ وي.
د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل او دد ورزشکارانو ترمنځ هماهنګي ده، چې د یادو اتو غوره لوبډلو ترمنځ به ټولې ۲۱ سیالۍ وشي